د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۹۰) دوسيې حل او فصل کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۴:۱
د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۹۰) دوسيې حل او فصل کړې دي


د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې) پورې (۹۰) دوسيې حل او فصل کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
١-  د دې محکمې د جزا دېوان:
د دوو اونیو په موده کې دغه دېوان ته (۳۰) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۹) دوسیې فیصله شوې، د (۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
٢-  د دې محکمې د عامه امنیت دېوان :
د دوو اونیو په موده کې دغه دېوان ته (۱۵) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې پخوا هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲) دوسیې فیصله شوې، د (۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
٣-  د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د دوو اونیو په موده کې دغه دېوان ته (۵) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱) دوسیه فیصله شوې، د (۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴-  د دې محکمې مدني دېوان:
د دوو اونیو په موده کې دغه دېوان ته (۲۳) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵-  د دې محکمې تجارتي دېوان:
د دوو اونیو په موده کې دغه دېوان ته (۸) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳) دوسیې فیصله شوې، د (۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی