د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (١٨٦) دوسیو پر حل او فصل سربېره (١٤٧) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې او د ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په یوه میاشت کې د (۱ / ۳ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۳۰ / ۳ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټې په حقوقي، جزاٸي او تجارتي برخو کې د (١٨٦) دوسيو پر حل او فصل سربېره (١٤٧) وثيقې هم اجرا کړې دي چې پوره جزٸيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې ( ۱۰۳) دوسيې محاکمو ته واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وي.
له دې جملې څخه (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۹۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې(۵۰) دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وي.
له دې جملې څخه (۴) دوسیه مکتوبي مستردې شوې، د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۱۱) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
په تېره يوه مياشت کې د ميدان وردګ ولايت محاکمو (۱۴۷) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.