د فراه ولایت محاکمو د یوې میاشتې په جریان کې د (۲۱۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۴۵۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۲۶ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر۲۴ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق نېټې د فراه ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو څلورو اونیو حقوقي او جزائي اجراآت شامل دي .
په حقوقي برخه کې:
په یاده موده کې د فراه ولایت محاکمو ته (۱۶۰) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې .
له دې جملې څخه (۴) دوسیې مکتوبي مسترې شوې، د (۱۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي .
په جزائي برخه کې:
په یاده موده کې د فراه ولایت محاکمو ته (۲۱۵) جزائي دوسیې راجع شوې دي؛په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې .
له دې جملې څخه (۷) دوسیې مکتوبي مسترې شوې، د (۲۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۷) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي .
همدا راز په یاده موده کې (۴۵۸) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.