د کابل ولایت د مرافعه محکمې استینافي دېوانونو په دوو اونیو کې (۹۵) قضیې حل او فصل کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۱:۱۴
د کابل ولایت د مرافعه محکمې استینافي دېوانونو په دوو اونیو کې (۹۵) قضیې حل او فصل کړې دي

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د جزائي، نظامي، حقوقي او تجارتي برخو  د دوو اونیو (له ۱۶/۱/۱۴۴۵ څخه تر ۳۰/۱/۱۴۴۵ هجري قمري) نېټې  پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دی:

  1. د دې محکمې د جزا دېوان:

د دوو اوونیو په موده کې دغه دېوان ته (۳۳)  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې له مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۴) قضیې فیصله شوې، د (۹) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرار صادرونه شوي او (۱)  دوسیه مکتوبي مسترده شوې ده ، پاتې نورې تر څیړنې لاندې دي.

  1.  د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:

د دوو اوونیو په موده کې دغه دېوان ته (۱۲)  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې له مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۸) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۶)   نورې دوسیي مکتوبي مستردې شوي دي ، پاتې نورې تر څیړنې لاندې دي.

  1. د دې محکمې د نظامي  منسوبینو دېوان:

د دوو اوونیو په موده کې دغه دېوان ته (۲)  دوسیې واردې شوې دي؛  په داسې حال کې چې له مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه په (۴) قضیې فیصله شوې، د (۲) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي او (۱)  دوسیه مکتوبي مسترده شوې ده، پاتې نورې تر څیړنې لاندې دي.

  1. د دې محکمې د مدني دېوان:

د دوو اوونیو په موده کې دغه دېوان ته (۲۳)  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې لا د مخه ډېرې دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۲۵) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۶)   نورې دوسیي مکتوبي مستردې شوې دي، پاتې نورې تر څیړنې لاندې دي.

  1.  د دې محکمې  تجارتي دېوان:

د دوو اوونیو په موده کې دغه دېوان ته (۲۱)  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې له مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۲۴) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۵)   نورې دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې نورې تر څیړنې لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال د هلمند ولايت له محاکمو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدېځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامي معاونیت قضائي غړي مولوي محمدهاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتیش غړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۲۲
Background image

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د اداري چارو د لا ښه تنظیم او مؤثریت په موخه، د (۱۴۰۵) مالي کال لپاره د. . .

بیا په خبرونو کی