د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له محبس څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۰:۲۰
د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له محبس څخه لیدنه وکړه

د یکشنبې په ورځ (۲۶ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه) د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي موسی کليم "عاصم" او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت د مرکزي توقیف خونې او محبس څخه د محبوسینو د احوال اخیستو په موخه لیدنه ترسره کړه.

محبس ته تر داخلېدو وروسته د مرافعه محکمې رئیس د توقیف خونې او محبس له خونو څخه لیدنه وکړه، د محبوسینو حالت یې له نږدې ولید او د دوی ستونزې يې واورېدې، د زندانیانو د دوسيو په اړه يې له هغوی څخه وپوښتل چې په ټول محبس کې بې برخلیکه زندانیان نه وو، د ټولو بندیانو دوسیو ته رسېدنه شوې وه او یا تر جریان لاندې وې.

د مرافعه محکمې رئیس د زندان د چارواکو د سلوک په اړه له محبوسینو څخه پوښتنه وکړه چې په یاد محبس کې شته بندیانو د مسؤولینو له کړنو رضایت څرګند کړ او د مرافعه محکمې د رئیس له ورتګ څخه یې مننه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس د یاد محبس له مسؤول څخه غوښتنه وکړه چې له زندانیانو سره دې نېک او غوره چلند كوي، د دوی  تعلیم تربیې، عقیدوي درسونو، روغتیا، خوراک او مثبت فکر ورکولو ته دې جدي پاملرنه وشي او د ناوړه اعمالو او نشو په اړه دې محبوسینو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، د هغوی د اصلاح لپاره دې له ټولو ممکنو لارو کار واخلي تر څو له محبس څخه تر وتلو وروسته محبوسین تر سره کړو جرمونو ته بیا مخه نه کړي.

نوموړي د زندانه له مسؤولینو څخه غوښتنه وکړه چې د اسلامي شریعت مطابق د زندانیانو ټول حقونه تامین کړي او له محبس څخه د یوې مدرسې او دعوت د مرکز په توګه استفاده وکړي، تر څو زندان ته تر راتګ وروسته په بندي کې سل فیصده مثبت بدلون راشي او له زندان څخه تر  وتلو وروسته پوره اصلاح شوی وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتیش عمومي رئيس او مفتشینو د زابل ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د مرکزي تفتیش عمومي ریاست او د جنوب لوېدیځ زون د تفتیش ریاست ګډ پلاوي د مرکزي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نشه‌يي تابلیتو (ذیکپ) د خرڅلاو په جرم؛ په ۲۵/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۵) کسانو ته د الکولي مشروباتو، نشه‌يي تابلیتو (تابلیتk، ذیکپ) چرسو او شيشې د خرڅلاو او قاچاق په. . .

بیا په خبرونو کی