د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له محبس څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۰:۲۰
د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له محبس څخه لیدنه وکړه

د یکشنبې په ورځ (۲۶ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه) د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي موسی کليم "عاصم" او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت د مرکزي توقیف خونې او محبس څخه د محبوسینو د احوال اخیستو په موخه لیدنه ترسره کړه.

محبس ته تر داخلېدو وروسته د مرافعه محکمې رئیس د توقیف خونې او محبس له خونو څخه لیدنه وکړه، د محبوسینو حالت یې له نږدې ولید او د دوی ستونزې يې واورېدې، د زندانیانو د دوسيو په اړه يې له هغوی څخه وپوښتل چې په ټول محبس کې بې برخلیکه زندانیان نه وو، د ټولو بندیانو دوسیو ته رسېدنه شوې وه او یا تر جریان لاندې وې.

د مرافعه محکمې رئیس د زندان د چارواکو د سلوک په اړه له محبوسینو څخه پوښتنه وکړه چې په یاد محبس کې شته بندیانو د مسؤولینو له کړنو رضایت څرګند کړ او د مرافعه محکمې د رئیس له ورتګ څخه یې مننه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس د یاد محبس له مسؤول څخه غوښتنه وکړه چې له زندانیانو سره دې نېک او غوره چلند كوي، د دوی  تعلیم تربیې، عقیدوي درسونو، روغتیا، خوراک او مثبت فکر ورکولو ته دې جدي پاملرنه وشي او د ناوړه اعمالو او نشو په اړه دې محبوسینو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، د هغوی د اصلاح لپاره دې له ټولو ممکنو لارو کار واخلي تر څو له محبس څخه تر وتلو وروسته محبوسین تر سره کړو جرمونو ته بیا مخه نه کړي.

نوموړي د زندانه له مسؤولینو څخه غوښتنه وکړه چې د اسلامي شریعت مطابق د زندانیانو ټول حقونه تامین کړي او له محبس څخه د یوې مدرسې او دعوت د مرکز په توګه استفاده وکړي، تر څو زندان ته تر راتګ وروسته په بندي کې سل فیصده مثبت بدلون راشي او له زندان څخه تر  وتلو وروسته پوره اصلاح شوی وي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۲۶
Background image

محاکم ولایت باميان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۴۷) دوسیه، به تعداد (۷) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولایت باميان، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتداٸيۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق الى ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائى و وثايق به شرح. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۳۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولايت سرپل تطبيق شد

به اساس فيصلۀ دیوان جزای محکمۀ مرافعۀ ولایت سرپل بالای یک تن به اساس داشتن جرم مجروحیت و تجاوز در حریم؛ به تاريخ ۲۵/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.

دیوان جزای محکمۀ مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۴۱
Background image

رئيس محکمۀ مرافعۀ ولايت جوزجان از محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی فیض‌آباد آن ولايت بازديد نمود

 محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت جوزجان؛ با همراهی یک هیئت به تاريخ ۲۰/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق از محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی فیض‌آباد بازديد نمود.
رئیس محکمۀ مرافعه بخاطر. . .

بازگشت به اخبار