د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۷
د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د علماوو شورا مرستيال، د امنيتي ادارو او د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی ریاست استازو په ګډون، په ۱۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي حفیظ الله لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د امارتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ، د مجرمینو اړوند قضیو د څېړلو، زندانیانو او ځینې نورو موضوعاتو اړوند خبرې وکړې.
د غونډې په دوام د متحدالمآلونو او هدایاتو په رڼا کې یادو موضوعاتو ته د عاجلې رسېدنې، د ستونزو د مخنیوي، د اصولي کړنو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د پېښو د مخنيوي په تړاو بحث وشو، له بحث څخه وروسته د یادو موضوعاتو په اړه نهايي پرېکړې له ګډونوالو سره شريکې او په تطبيق يې مکلف شول.
د غونډې په وروستيو کې د امنیتي ارګانونو مسؤولینو لخوا د مرافعه محکمې رئيس ته د همکارۍ پوره ډاډ ورکړل شو.
غونډه د مرافعه محکمې رئيس د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو یوولس زونونو په دوو اونیو کې (۱۶۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو یوولس زونونو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۶۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۲۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټې څخه تر ۱۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۲۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱). . .

بیا په خبرونو کی