د سترې محکمې د عالي شورا د نوي (۱۴۴۵) هـ ق کال درېیمه غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۱۷
د سترې محکمې د عالي شورا د نوي (۱۴۴۵) هـ ق کال درېیمه غونډه ترسره شوه

نن چهارشنبې (۳۰/محرم الحرام/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال درېیمه غونډه ترسره شوه.

د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.

د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو اتو (۸) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې.

د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۵۰) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۸۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۵۰) دوسيو ته پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۴ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ / ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۲
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ غونډه وشوه 

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په 1448/5/3هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

بیا په خبرونو کی