د غزني د مرافعه محکمې سرپرست د ياد ولايت له امنيتي مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۴:۱۴
د غزني د مرافعه محکمې سرپرست د ياد ولايت له امنيتي مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

پنجشنبه تاریخ ۱۴۴۵/۱/۳ ھ ق د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس مولوي محمد مبين الطاف د غزني ولایت د مرافعه محکمې په مقام کې د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د غزني ولایت د امنیت له آمر او همدارنګه د حوزو له آمرینو سره د همغږۍ او همانګۍ غونډه وکړه.

د مرافعه محکمې سرپرست رئیس مولوي محمد مبین الطاف د محاکمو په اړه مفصله وینا وکړه او زياته يې کړه، ستاسو ټولو مسؤلینو دنده ده چې د محاکمو پرېکړې به عملي کوئ او له هغوی څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د تېر په څېر همکار و اوسئ.

وروسته د امنیت آمر مولوي خادم صاحب د ټولو راغلو مسؤلینو په نماینده ګي خبرې وکړې او له خپله اړخه یې اطمینان ورکړ چې حتی الوسع به د محاکمو د پرېکړو په عملي کولو کې کوټلي ګامونه اخلي، وروسته ټولو راغلو مسؤلینو د ورته غونډو د دوام غوښتنه وکړه.

غونډه د دعائيه په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولايت د حقوقو ریاست رئيس محترم مفتي نصيب الله (طیب) په مشرۍ؛ د څلورو زونونو د تطبيق آمرينو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۸
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵)  ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق. . .

بیا په خبرونو کی