د لغمان ولایت د ښاري محکمې له لوري د لواطت په جرم دوه تنه متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
نن سه شنبه د ۱۴۴۵/۱/۱ هـ ق نېټه د لغمان ولایت د مرکزي عیدګاه مسجد ته څېرمه د لغمان ولایت د ښاري محکمې له لوري دوه تنه متهمینو ته چې د لواطت په موضوع متهم وه، سزا ورکړل شوه.
د یادو متهمینو نسبتي دوسیې د لغمان ولایت ښاري ابتدائيه محکمې ریاست د جزا دېوان لخوا وڅېړل شوې، چې په اساس یې پرېکړه په یو یو کال بند او ۳۰ـ۳۰ دورو په وهلو وشوه، چې د مرافعه محکمې جزا دېوان له لوري هم په همدې ډول فیصله وشوه، وروسته د دوسیو ټول اصولي مراحل د سترې محکمې لوړ مقام له هدایت سره سم طی شول.
په دې مراسمو کې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په شمول ګڼ شمېر دولتي مسؤلینو او عامو هیوادوالو ګډون درلود.
غونډه د دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېده.