د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د عدلیې او زراعت له رئیسانو او د امارت د قضایاوو او حقوقو له آمرینو سره وکتل
د پکتیکاولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله«خالد» د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د ۱۱مې میاشتې په ۳مه نېټه د یاد ولایت د عدلیې او زراعت له رئیسانو او د امارت د قضایاوو او حقوقو له آمرینو د ځينې مربوطه موضوعاتو په تړاو د بحث لپاره ناسته وکړه.
غونډه د حقوقو د آمر محترم مولوي محمدعیسی لخوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پکتیکا د محاکمو عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» هر اړخیزه او عالمانه وینا وکړه وویل، د خلکو د حقونو د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه دغه ډول ناستې ضرور دي.
د مرافعه محکمې رئیس د عدلیې له رئیس سره د عریضه لیکونکو د غلطو عرایضو لیکلو او د هغوی د نه پوهېدو، د مدافع وکیلانو او دارالوکالو او د بارګینونو او مسافرخانو دکنټرول په اړه خبرې وکړې او هغه ته یې د یادو موضوعاتو اړوند لازمې مشورې ورکړې.
پر دې سربېره محترم الحاج مفتي عبیدالله«خالد» د زراعت له رئیس سره د محاکمو د ځمکو په اړه خبرې وکړې او د زراعت د رئیس لخوا د یادو ځمکو په اړه معلومات ورکړل شول.
محترم مفتي خالد د امارت د قضایاوو له آمر سره د امارتي ځمکو په اړه خبرې وکړې، ترڅو خدای مه کړه یادې ځمکې د اشخاصو لخوا حیف او میل نشي.
د عدلیې رئیس په خپلو خبرو کې د دغه ډول غونډې جوړول ضروري وبلل او ژمنه یې وکړه چې د عریضه لیکونکو لپاره به سیمینارونه جوړوي، ترڅو ورته ټول هغه شرایط او اصول ور وښودل شي چې د عریضو د صحت لپاره اړین دي.
دغه راز یې د مدافع وکیلانو د حقوقو، د بارګینونو د جواز او مسافرخانو په اړه خبرې وکړې.
په یاده غونډه کې د مسؤولینو لخوا ځینې ستونزې او مشکلات بیان شول چې الحمدلله تر ډېره ورته د حللاره پیدا شوه.