نن چهارشنبه کندهار ولایت کې شپږو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۱:۷
نن چهارشنبه کندهار ولایت کې شپږو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه


نن چهار شنبې (۱۴۴۴/۱۱/۴ ه ق) نېټه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان لخوا د افغانستان اسلامي امارت د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضائي معاونیت له هدایت سره سم شپږو متهمینو ته د لواطت او د بل د منکوحه ښځې د تښتولو په وجه په احمد شاهي فوټبال لوبغالي کې تعزیري سزا ور کړل شوه.

د یاد متهمینو دوسیې چې د لواطت او د بل د منکوحه ښځې د تښتولو په وجه نیول شوي وو او په خپلو جرمونو یې پرته له زور او جبره اقرار او اعتراف درلود، د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د جزاء دېوان لخوا څېړل شوې وې.
متهمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندهار ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره عامو هیوادوالو هم ګډون درلود.
غونډې ته د کندهار ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ عبدالغفار (بحر)، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس محترم مفتي فضل الله (عاصم)، د کندهار ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوي حیات الله (مبارک) او نورو مشرانو اصلاحي ویناوې وکړې.

وروسته د مجرمینو شهرت، جرم او د هغوی د تعزیر اندازه بیان او پر یادو کسانو باندې تعزیري سزاء تطبیق شوه او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۸
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د خوست، فراه، بلخ او لغمان ولایتونو د محاکمو اجراآت د قضائي مفتشینو لخوا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د سترې محکمې د دار الافتاء ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

دار الافتاء ریاست په درېیمه ربعه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه (۱۴) شرعي فتواوې صادرې کړې؛ چې له یادو فتواوو څخه د ټولو محاکمو قاضیان او قضائي غړي د شرعي لارښوونې په موخه استفاده کوي او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د علماوو شورا مرستيال، د امنيتي ادارو او د فرمانونو او حکمونو د. . .

بیا په خبرونو کی