د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې له تجارتي دېوان او مخزن څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۱:۱۹
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې له تجارتي دېوان او مخزن څخه لیدنه وکړه

د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) د روان ۱۴۴۴ هـ ق د رمضان المبارک میاشتې په۱۱مه د دغه ولایت د اړوند محاکمو او اداري دفترونو څخه د څارنې په موخه، د دې محکمې د تجارتي دېوان او د کابل ولایت د محاکمو د شرعي سندونو له مخزن څخه لیدنه وکړه.

په پیل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د تجارتي دېوان په کاري د فترونو کې  د کاري کړنلارې د بهبود، د کار حجم، اداري کتابونه، د حاضرۍ کتاب او ځینې دوسیې وکتلې، چې د څارنې پر مهال ښاغلي مولوي رشاد آخندزاده د دغه دېوان مسلکي او اداري کارکوونکو ته ځینې اړین هدایتونه وکړل.

وروسته نوموړي د خپلو مخکنيو هدایتونو د تعقیبولو په موخه د کابل ولایت اړوند محاکمو د شرعي سندونو مخزن ته لاړ او د مخزن د کاري اجراآتو د ښه کېدو، په اجراآتو کې د چټکوالي، په کاري اجراآتو کې د ستونزو، په اداري کتابونو کې د طرزالعمل مطابق د اجراآتو او ځینې نورو موضوعات بررسي کړل، د کارونو د لا سمون لپاره یې کارکوونکي وهڅول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا زون نظامي محکمې د رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني) په مشرۍ؛ چې قضائي هیئت، د یاد ولایت مرستیال محترم شیخ انعام الله (صلاح الدین)، د اړوند ادارو مسؤولینو، د حوزو آمرينو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست د لغمان او لوېدیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم)؛ د یادې محکمې محرر مولوي معراج احمد (صهیب)، په ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د لغمان او لوېدیځ نورستان له ابتدائیه نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۷۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی