د لوګر د استیناف محکمې رئیس د دې محکمې‎ له قضاتو سره د محاکمو د چارو د لابهبود په موخه جلا، جلا ناستې ترسره کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۱۷
د لوګر د استیناف محکمې رئیس د دې محکمې‎ له قضاتو سره د محاکمو د چارو د لابهبود په موخه جلا، جلا ناستې ترسره کړې

د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي روحالله عبدالسلام د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په ۱۵/۱۶ او ۱۷ نېټو د محاکمو د چارو د لاسمون په موخه د استیناف محکمې ریاست په انګړ کې د دې محکمې له قضائي مسؤولینو سره جلاــ جلا ناستې ترسره کړې.

د یادو لیدنو عمده موخې د روان هجري قمري کال د دوسیو څېړنه، له یو بل سره د تجربو شریکول، د شته ستونزو حل او فصل، د کارونو روڼتیا او چټکتیا ته د قضاتو هڅول او د ریاست او دېوانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو.

یادې ناستې چې د استیناف محکمې له مدني ، جزاء او امنیت عامه دېوانونو له مسؤولینو سره ترسره شوې په نوبت سره په لومړیو کې د هر دېوان مشکلات واورېدل شول او د یادو مشکلاتو د حل په لارو چارو تفصیلي بحث ترسره شو؛ ورپسې د هر دېوان د قضائي اجراآتو ځینې نمونې وکتل شوې او مسؤولینو ته د شته نیمګړتیاوو د حل توصیه او لارښوونه وشوه.

د یادې ارزیابۍ په پای کې د استیناف محکمې رئیس د ښاري محکمې د قضائي مسؤولینو هڅې وستایلې او دوی ته یې د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو دعا وکړه.

د استیناف محکمې قضائي منسوبینو یادې ناستې مثبتې وګڼلې او له عمومي رئیس څخه یې مننه وکړه چې تل یې دوی خپلو دندو ته هڅولي او د شته نیمګړتیاوو په حل کې یې ورسره مرسته کړې.

د محاکمو مسؤولینو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې هم دغه ډول ناستو ته دوام ورکړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاروالۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مستوفیت استازو، د ثبت اسناد وثايقو آمر او عضو مفتي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۲
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه کې د بنديانو پر دوسيو بحث وشو

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د امنيتي قطعې مرستيال او د حقوقو آمر په ګډون نن سه شنبه ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د روزګان ولايت د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوی سخیداد (ابوالتقي)؛ د چورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د حقوقو مدیر مفتي عبدالودود په دوامداره هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲۶ /۱۲ /۱۴۴۶هـ. . .

بیا په خبرونو کی