سترې محکمې ته د عدلیې وزارت اړوند د مرکزي حقوقو ریاست د انتقال لړۍ پیل شوه
پرون د شنبې په ورځ (د روان هجري قمري کال د رجب المرجب میاشتې ۶مه نېټه) سترې محکمې ته د عدلیې وزارت اړوند حقوقو ریاست د انتقال په اړه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام د ۴ /۶/ ۱۴۴۴ هـ ق نېټې د (۱۷۶۹)مې ګڼې حکم د تعمیل په منظور د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ عبدالمالک "حقاني" په مشرۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د سترې محکمې په اداري معاونیت کې ترسره شوه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس، د سترې محکمې د بشري سرچینو سرپرست رئیس، د عدليې وزارت مالي او اداري رئیس، د حقوقو عمومي رئیس او د مالیې وزارت دوو باصلاحیه استازو ګډون درلود.
په غونډه کې د اړوندې موضوع په تړاو تفصیلي خبرې وشوې او ګډونوالو خپل نظریات وړاندې کړل.
په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټاکل شوی پنځه کسیز پلاوی چې په تشکیل کې یې د سترې محکمې مالي رئیس، د سترې محکمې د جنسي آمریت امر، د عدلیې وزارت د اجناسو امر، د عدلیې وزارت د اجناسو مدیر او حقوقي کارپوه شامل دي، به نن یکشنبه ( ۷ / ۷ / ۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د مرکزي حقوقو ریاست د انتقال پروسه پیل کړي.
همدارنګه په غونډه کې د ولایتونو د حقوقو ریاستونو د انتقال په اړه داسې پرېکړه وشوه چې د ولایاتو د حقوقو ریاست د انتقال لپاره به (۳) کسیز پلاوی (چې په هغه کې به د اړوند ولایت د مقام استازي، مرافعه محکمې استازي، د عدلیې وزارت استازي او د حقوقو آمر شامل وي) کار پیلوي.
د یاد ریاست په انتقال سره به ټولې هغه ستونزې چې له دې مخکې پېښې وې حل شي.