د کابل د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۵۲) دوسيې حل او فصل کړې دي
د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې د ۱ /۱ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱۵ /۱ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۴۰) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۵۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.