د ميدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د اتو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه او نظارت وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۹
د ميدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د اتو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه او نظارت وکړ

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالله (فرقاني) د تحریراتو د آمر په ملتيا په ۳/ ۲/ ۱۴۶۶ هـ ق نېټه د دایمیرداد، جغتو، سيدآباد، جلريز، نرخ، مرکز بهسود، حصه اول بهسود او چک ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه او نظارت پیل کړ.
په دې ليدنه کې د یادو محاکمو قضائي او اداري چارې وکتل شوې،  الحمدلله د محاکمو کارونه د اصولو مطابق په منظم ډول روان وو. 
د لیدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د یادو محاکمو مسؤولينو ته د چارو د چټکتيا، د هېوادوالو ستونزو د رسېدنې او لا ښې همغږۍ په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د مرافعه محکمې د رئيس یاد سفر په ۲۲/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱
Background image

په کونړ ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت غازي‌آباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و؛ په ۲۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

بیا په خبرونو کی