لوګر ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۰:۵
لوګر ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس د يوې ښځې په ګډون دوو تنو د اخلاقي فساد او له کوره د تېښتې په جرم، په ۲۴/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياد مجرمين پر پنځه ـ پنځه کاله تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزيري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې علماء کرامو او د یادې محکمې رئيس د حدودو او تعزیراتو په تطبیق تفصيلي، ارزښتناکې او ګټورې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی