د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له دېوانونو څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۲۱
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له دېوانونو څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (حقاني)، د تحريراتو د آمر شفيع الله (عابد) په ملتيا د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له دېوانونو او د وثایقو له آمریت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئيس د دېوانونو قضائي، اداري او د وثایقو په برخه کې اجراآت له نږدې وکتل، د قضائي اجراآتو د لا بهبود په موخه یې د یادو محاکمو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د یادو دېوانونو پر غوره او اصولي اجراآتو خوښي څرګنده کړه او په چارو کې یې د چټکتیا او دقت کولو په اړه ورته لازم هدایات وکړل.
ورپسې د  تحریراتو آمر په خپله برخه کې د يادو دېوانونو اجراآت وکتل.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس اړونده مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، د قضائي او اداري اجراآتو پر مهال باید د شرعي قانون، اصولو او هغه تعلیماتنامې چې د عالي مقام له خوا تصویب شوې، په پوره توګه مراعات وکړئ، ترڅو مو کړنې اصلاح او د نیمګړتیاوو څخه خالي وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی