د زابل ولایت مرافعه محکمې رئيس د ابتدائيه محاکمو له مسؤولينو سره غونډه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۵۰
د زابل ولایت مرافعه محکمې رئيس د ابتدائيه محاکمو له مسؤولينو سره غونډه وکړه

د زابل ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالجليل (سفیان)؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړوند ټولو مسؤولينو او د ټولو ابتدائيه محاکمو رئیسانو او قضائي غړو ګډون سره په ۱۲/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وکړه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونه په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو مسؤولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ لازم هدايات او سپارښتنې وکړې وویل، دغه د اطاعت ښکاره نمونه ده چې موږ او تاسو نن د اسلامي نظام څښتنان يو، موږ او تاسو ته لازمه ده چې د خپلو امراوو اطاعت وکړو، ترڅو نظام قايم او دايم وي.
نوموړي زیاته کړه، دا چې په اسلامي نظام کې محاکم ځانګړی اهمیت لري او د دې ځانګړې اهميت لرونکې ادارې خدمت موږ او تاسو ته  را سپارل شوی، نو لازمه ده چې د خپل توان مطابق د را سپارل شوي مسؤوليت ښه اداینه وکړو.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس مسؤولينو ته هدایت وکړ چې کوښښ وکړئ په خپل وخت دندې ته حاضر شئ، له اړتیا پرته له غیر حاضريو څخه ډډه وکړئ، د مراجعينو کارونه د اصولو مطابق خلاص کړئ، له مراجعينو سره ښه چلند کوئ، په هېڅ صورت د چا کار په غير اصولي طريقه مه معطله کوئ، په خپل منځ کې پوره همغږي ولرئ، د چارو د ښه ترسره کېدو په وجه بايد د نورو ادارو له مسؤولينو سره هم همغږي ولرئ، ترڅو په چارو کې کامياب اوسئ. 
د غونډې په دوام مرافعه محکمې مسؤولينو هغه نقطې چې ډېری وخت د ابتدائيه محاکمو د فيصلو د نقض سبب کېږي؛ غونډې ته وړاندې کړې. 
د غونډې په وروستيو کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي موسي کليم (برهاني) د ابتدائيه محاکمو د مسؤولينو په استازیتوب وينا وکړه، ډاډ ورکړ چې موږ به تل کوښښ وکړو چې د خپلو امراوو اطاعت وکړو، که چېرې کوم څوک زموږ له کړنو څخه ناراضه وه او تاسو ته عارض شول، نوښه به دا وي چې د تحقيق په موخه موضوع له اړوند مسؤول سره شريکه شي.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی