د خوست ولايت مرافعه محکمې لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۲
د خوست ولايت مرافعه محکمې لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) له طرفه د توشېح شوې جزائي اصولنامې د تشرېح او لا ښه پوهاوي په موخه؛ په ۲۶/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه، ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو او د ولسواليو ابتدائیه محاکمو رئیسانو ګډون درلود.
یاد سیمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شو؛ ورپسې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) له طرفه توشېح شوې جزائي اصولنامه په ډېر ښه وضاحت او درسي بڼه بشپړه تشرېح شوه.
یاد سيمینار په اختتامیه دعاء پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۹
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن یکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې دغه متهم پر يو کال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۹
Background image

د کابل مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د قضايای امارت له پلاوي سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)، نن يکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د قضایای امارت له پلاوي سره وکتل.
په پیل کې د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۹۲) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی