په ننګرهار ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۴۰
په ننګرهار ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې په پر غلا متهم وو؛ په ۱۶/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند او ۲۵ـ ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو متهمينو تطبيق شوه.
د تعزیري سزا یاد حکم د ابتدائیه محکمې مسؤولينو، د محبس او نورو امارتي ادارو مسؤولينو په شتون کې پر متهمينو تطبيق شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵). . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۵۷
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۴۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۵). . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ  ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۱۷ /۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده. . .

بیا په خبرونو کی