د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۸۳۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۱:۳۸
د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۸۳۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له ( ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۸۳۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۹۸) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲۴) دوسیې فیصله شوې، (۵۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۴۴) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۵) دوسیې فیصله شوې،(۳۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۱۶) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۲) دوسیې فیصله شوې، (۲۴) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې، دارالافتاء او تحریراتو رئیسانو، د وثیقو او سندونو د لومړۍ او دویمې حوزې د حقوقو آمرينو او. . .

بیا په خبرونو کی