په خوست ولايت کې (۸) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۳
په خوست ولايت کې (۸) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۸) کسانو ته د نشه‌يي توکو د پلور په جرم؛ نن چهارشنبې (۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائيه محکمې یاد مجرمين له اتو میاشتو څخه تر لسو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۱۵ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یادو کسانو په دغه پرېکړه قناعت درلود.

د یادونې وړ ده، چې دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی