په خوست ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۶
په خوست ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت تڼیو او صبریو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې اوو کسانو ته د لواطت، قتل او غلا په تور او مجروحيت په جرم؛ په ۳/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محاکمو یاد متهمين او مجرم له درېيو میاشتو تر لس کالو پر تنفيذي بند او له ۳۵ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یادې پرېکړې د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوې. 
د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مفتي امین الله (منیب)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان مفتي اسدالله (حيدري)، د تحریراتو آمر مولوي عیدمحمد (حميدي)، عامو هېوادوالو او مسؤولینو ګډون درلود. 
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د تعزیراتو او حدودو پر ارزښت تفصیلي وینا وکړه وویل، دا څو کاله جهادي مبارزه قربانۍ او تکالیف په همدې خاطر وو چې اسلامي شریعت حاکم شي، د ځمکې پر مخ الهي قانون پلی شي، ځکه چې اسلامي شریعت د عقل، مال، نفس او نسب په ساتنه ټینګار کوي او د یادو شیانو تحفظ په حدودو او تعزیراتو کېږي.
دغه راز د عامه امنيت دېوان مفتي هم د تعزیراتو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.
غونډه د تڼیو ولسوالۍ د مسجد امام لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی