د هلمند د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۵۱
د هلمند د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولایت د ښاري ابتدائیه محکمی رئیس الحاج مولوي موسکلیم (برهاني) په ۲۱/۳/۱۴۴۶هـ ق نېټه د دغه ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د ښاري محکمې رئيس د بندیانو د دوسیو، خوراک، څښاک او د اوسېدو ځایونه له نږدې وکتل او د یادي محکمي له اړوند بندیانو سره خبرې وکړې؛ هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې دوسيو ته به یې ژر تر ژره رسېدنه وشي.

دغه راز د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د اړوند دېونونو له رئيسانو سره د بنديانو موضوعات شريک کړل او د یادو بنديانو دوسيو ته يې د ژر رسېدنې هدايت وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی