په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده مجرمه په دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمې تطبيق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۸
Background image

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د مصلحينو په منځګړيتوب، په ۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د  قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع د سيوري ولسوالۍ اړوند د (ګورجي). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې له (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د. . .

بیا په خبرونو کی