د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۱۷
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د قند او چای په ګډون (۳۳) قلمه تنظیفاتي موادو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د  ۲۳/۲/۱۴۰۴ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ؛ تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۸۵۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته ۲۳ /۲ /۱۴۰۴ هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
یادونه: د آفرونو د پرانیستې څخه تر مخ ناسته ۱۵ /۲ /۱۴۰۴ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۳۶۶) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له ( ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۳۶۶) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د قند او چای په ګډون (۳۳) قلمه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۷:۶
Background image

د سترې محکمې امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند د تېرو فعالیتونو، لاسته راوړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې غونډه وشوه

د سترې محکمې امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) په مشرۍ د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې په ۱۹مه نېټه، د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائيوي. . .

بیا په خبرونو کی