د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۶۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۳۴
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۶۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/۳/۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/۳/۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۶۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۳) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۴۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۴۶) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۵) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۳) وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی