د ننګرهار محاکمو په دوو اونيو کې (۴۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۲) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۵:۴۰
د ننګرهار محاکمو په دوو اونيو کې (۴۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۲) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱۰/ ۱۲/ ۱۴۴۵هـ ق څخه تر ۲۵/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې (۴۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۲۲) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۸۷) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۲۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۳۶) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه د (۴۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۵) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۲) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو لخوا د کابل ولايت د مخزن اسناد تنظیم شول

د سترې محکمې محترم مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي پلټنې عمومي ریاست د یوه پلاوي لخوا چې مولوي سیف الرحمن (ذاکر)، مولوي عبدالولي (مصباح)، مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي شمس الدین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو ( له ۱ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱
Background image

په کونړ ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت غازي‌آباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و؛ په ۲۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

بیا په خبرونو کی