د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۹۱) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۱۱
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحیح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۹۱) وثیقو د تصحیح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (له ۱ /۸ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱ /۹ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۹۱) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.

 یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام پر هدایت جوړ شوی چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې وي او یادو وثیقو د ترتیب پر مهال  په سمه توګه نه وي ډکې شوې، یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه تصحېح ته اړتیا ولري.

د یادونې وړ ده چې یاد کمېسیون په اونۍ کې یو ځل د مرافعه محکمې عمومي رئیس په مشرۍ غونډه کوي او یادو وثیقو ته په نوبت سره رسېدنه کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۵
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر لواطت متهم و؛ نن سه شنبې ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر دوه کاله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته له کوره د تښتولو په جرم او زنا په تور، په ۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۳۷
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

 
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس. . .

بیا په خبرونو کی