د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د سترې محکمې اداري کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنيز سيمينار جوړ شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۲۳
د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د سترې محکمې اداري کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنيز سيمينار جوړ شو

د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست، د سترې محکمې محترم عالي مقام د هدایت په اساس، د روزنیزو سیمینارونو په دوام؛ د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه د «اتمې دورې» پنځه ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.
په یاد روزنیز سیمينار کې چې د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۳مه نېټه پیل شو، د مسلکي استادانو لخوا د سترې محکمې مرکزي ریاستونو د درېیم، څلورم، پنځم او شپږمو بستونو (۲۵) کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو، پلان جوړونې اساساتو، اجراآتو د ارزونې، اړيکو او راپور لیکنې په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د سیمینار په پای غونډه کې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست مسلکي استادانو په دغه روزنیز پروګرام کې د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو له اړوند کارکوونکو، په پوره شوق او پابندۍ سیمینار کې د ګډون په پار مننه وکړه. 
د یادونې وړ ده چې د روزنیزو سیمینارونو د اصولو سره سم، د پورته ذکر شوي سیمینار ټول ګډونوال د سیمینار په پیل او پای کې وارزول شول؛ ترڅو د سیمینار پایله ښکاره شي چې له نېکه‌مرغه ترسره شوي سیمینار مثبته پایله درلوده.
یاد روزنیز سیمینار په اختتامیه دعا پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی