د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۹) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۳
د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۹) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې نهو کسانو ته د نشه‌يي ګوليو تابلیت کا، ذیکپ او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرم؛ په ۷/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له شپږو میاشتو تر اوو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۲۰ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
 ياده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۴۰۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې له (۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال د هلمند ولايت له محاکمو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدېځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامي معاونیت قضائي غړي مولوي محمدهاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتیش غړي. . .

بیا په خبرونو کی