د بلخ ولایت مرافعه او نظامي زون محاکمو لپاره نوي رئیسان معرفي شول

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۵۱
د بلخ ولایت مرافعه او نظامي زون محاکمو لپاره نوي رئیسان معرفي شول

د بلخ ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مفتي غلام الله (مظهري) او د دغه ولایت د نظامي محکمې نوي رئیس محترم مفتي حفیظ الله (محمدي) په ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د يادو محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې کارونه پیل کړل.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د بلخ مرستیال والي محترم مولوي (ابوادریس)، د کندوز زون د نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالهادي (همت)، د محاکمو رئیسانو او قضائي غړو ګډون کړی وو.
د معرفت غونډه کې ګډونوالو نويو رئيسانو ته د الله تعالی له دربار څخه په چارو کې د بریا او د دندو د ښو سرته رسولو د توفيق غوښتنه وکړه.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی