د روزګان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د نوي ټاکل شوي رئيس د معرفت غونډه وشوه
په ۶ /۱۱ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د مرافعه محکمې د رئيس الحاج مولوي سخیداد (ابوالتقي) په مشرۍ د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د نوي ټاکل شوي رئیس الحاج مولوي جان محمد د معرفت غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د تفتیش هیئت، د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر، د عمومي محبس رئیس حاجي طالب، د ښاري ابتدائیه محکمې مخکني رئیس او نورو قاضي صاحبانو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو پیل شوه.
ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ابتدائیه محکمې د مخکني رئیس د کارونو ستاینه وکړه او نوي رئیس ته يې د ښه خدمت کولو سپارښتنه وکړه، همداراز د تفتیش هیئت هم د مخکني رئیس د کارونو ستاینه وکړه.
د غونډې په دوام مولوي جان محمد چې مخکې د جنوب غرب زون د تمیز د نظامي منسوبینو دېوان مفتي و د ښاري ابتدائیه محکمې د نوي رئیس په توګه د یادې محکمې کارکوونکو ته ور معرفي شو.