د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۴۳
د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د مرافعه محکمې حقوقو، د دعوت او ارشاد، اسنادو د ثبت او وثایقو آمرينو، د روزګان او دایکنډي ولایتونو د اختصاصي محکمې قاضي او قضائي غړو او د مفرزه قطعې قوماندانانو په ګډون، په ۱۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق اداري غونډه وشوه.
غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس مفتي دوست محمد (سعید) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ښه راغلاست ووایه او وویل که په چارو کې درته کومه ستونزه پیدا شوې وي، نو باید دلته يې ذکر کړو ترڅو ورته حللاره پيدا کړو.
دغه‌‌ راز د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، په حقوقي موضوع کې باید له ټولو بندیانو سره د جزائي اصولنامې مطابق يو ډول چلند وکړئ.
همداراز  د مرافعه محکمې رئيس له نورو ادارو سره پر ښو اړیکو، د حاضرۍ پر پابندۍ او مراجعینو سره  پر ښه سلوک ټینګار وکړ او ګډونوالو هم خپل نظرونه شريک کړل.
 غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۷
Background image

د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس الحاج مفتي عبدالقيوم (صاحب زاده) په مشرۍ، د مرافعه  او ښاري ابتدائيه محاکمود دېوانونو رئیسانو، د ولسواليو قضاتو، د امنيتي قطعې قوماندان، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۴۳
Background image

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د مرافعه محکمې حقوقو، د دعوت او ارشاد،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په ډېرو هڅو؛ په ۱۵/۱/۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې وه او يو کس په. . .

بیا په خبرونو کی