د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسینونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو اړوندو ادارو څخه (۸۰۰) رسمي مکتوبونه د سترې محکمې په عنوان راغلې؛ چې د سترې محکمې عالي مقام له لارښوونې څخه وروسته اړونده مراجعو ته د وروستیو کړنو په موخه صادر شوي دي.
۲ـ د ریاست الوزراء محترم مقام څخه (۱۰۷) حکمونه، (۱) فرمان او (۴) مصوبې یاد ریاست ته راغلې، چې د سترې محکمې محترم اداري معاونیت او د مقام دفتر عمومي ریاست ته د بعدي اجراآتو په موخه لېږل شوي دي.
۳ـ د سترې محکمې (۴) وړاندېزونه د ریاست الوزراء محترم مقام ته منظورۍ په موخه صادر شوي دي.
۴ـ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت څخه (۱۲۵۹) رسمي مکتوبونه راغلې؛ چې اړونده څانګه یې په نښه او ټاکل شوې ده.
۵ـ د ریاست الوزراء محترم مقام، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، وزارتونو، سازمانونو، شرکتونو، امارتي او غیر امارتي بانکونو او د سترې محکمې مرکزي ریاستونو څخه (۱۰۱۲) مکتوبونه، د استهداوو څانګې دوسيې، تجدید نظر، د صلاحیت تفویض، د محکمې تبدیلۍ او د ملک د محاکمو هدایت غوښتنې اړوند اسناد چې یاد ریاست ته د سترې محکمې په عنوان راغلې، د سترې محکمې عالي مقام له لارښوونې څخه وروسته اړونده مراجعو ته د وروستیو کړنو په موخه صادر شوي دي.
۶ـ (۱۴۳۵۱) قطعې مکتوبونه او پارسلونه د ۱۴۴۸هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې د ارشیف مدیریت له خوا صادر او وارد شوي، چې وروسته له لازمو اجراآتو اړوندو شعبو ته تکثیر شوي دي.
۷ـ د ملک مرکز او ولایتونو د مرافعه محاکمو څخه (۱۳۴) قطعې مکتوبونه راغلې؛ چې د هغې له جملې څخه (۱۲۲) قطعې مکتوبونه د قبالو او نورو وثایقو د معلوماتو په اړه دي، چې غوښتونکو محاکمو ته رسمًا په خپل وخت معلومات ورلېږل شوي، (۱۲) قطعې مکتوبونه چې له هغه سره (۵۵) جلد کتابونه د (۱۴۰۳،۱۴۰۲،۱۴۰۱،۱۴۰۰) هـ ش کلونو د وثایقو کلني راپورونه د حفظ لپاره د بېلا بېلو محاکمو څخه را لېږل شوي، چې په مخزن کې حفظ او ځای پر ځای شوي دي.
۸ـ د مینوټونو (۷۴) کارټنه سوابق د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۰۰ هـ ش کال څخه تر ۱۴۰۱هـ ش کال پورې د حفظ په موخه یاد ریاست ته را لېږل شوي؛ چې په مسلکي توګه ځای پر ځای او فهرست شوي دي.
۹ـ د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۳ هـ ق کال څخه تر ۱۴۴۷هـ ق کال پورې (۲۹) کارټنه سوابق د حفظ په موخه یاد ریاست ته را لېږل شوي؛ چې په مسلکي توګه ځای پر ځای او فهرست شوي دي.
۱۰ـ د قضاتو او مامورینو د سوانحو ( ۱۰۰) قطعې پارسلونه د اجراآتو په موخه د سوانحو آمریت ته ولېږل شول.
۱۱ـ د سوانحو (۱۱۰۰) قطعې پارسلونه په کمپیوټر کې ثبت شوي دي.
۱۲ـ د مینوټونو (۵۰۰) کارټنه سوابق په المارۍ کې په منظم ډول ځای پر ځای او فهرست شوي دي.
۱۳ـ د (۳۷۰۰) مراجعینو عریضې د مقام د هدایت په اساس اړونده دفاترو کې ثبت او بېرته مراجعینو ته سپارل شوې.
۱۴ـ د (۳۶۶) مکتوبونه په اړه د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په اساس لازمې کړنې ترسره شوې او د وروستيو اجراآتو په موخه اړونده ادارو ته لېږل شوي دي.
