د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

m_admin
سبت, نوفمبر 28 2026 2:41 مساء
د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې دي:
۱ـ     د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسینونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو اړوندو ادارو څخه (۸۰۰) رسمي مکتوبونه د سترې محکمې په عنوان راغلې؛ چې د سترې محکمې عالي مقام له لارښوونې څخه وروسته اړونده مراجعو ته د وروستیو کړنو په موخه صادر شوي دي.
۲ـ     د ریاست الوزراء محترم مقام څخه (۱۰۷) حکمونه، (۱) فرمان او (۴) مصوبې یاد ریاست ته راغلې، چې د سترې محکمې محترم اداري معاونیت او د مقام دفتر عمومي ریاست ته د بعدي اجراآتو په موخه لېږل شوي دي.
۳ـ د سترې محکمې (۴) وړاندېزونه د ریاست الوزراء محترم مقام ته منظورۍ په موخه صادر شوي دي.
۴ـ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت څخه (۱۲۵۹) رسمي مکتوبونه راغلې؛ چې اړونده څانګه یې په نښه او ټاکل شوې ده.
۵ـ د ریاست الوزراء محترم مقام، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، وزارتونو، سازمانونو، شرکتونو، امارتي او غیر امارتي بانکونو او د سترې محکمې مرکزي ریاستونو څخه (۱۰۱۲) مکتوبونه، د استهداوو څانګې دوسيې، تجدید نظر، د صلاحیت تفویض، د محکمې تبدیلۍ او د ملک د محاکمو هدایت غوښتنې اړوند اسناد چې یاد ریاست ته د سترې محکمې په عنوان راغلې، د سترې محکمې عالي مقام له لارښوونې څخه وروسته اړونده مراجعو ته د وروستیو کړنو په موخه صادر شوي دي.
۶ـ (۱۴۳۵۱) قطعې مکتوبونه او پارسلونه د ۱۴۴۸هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې د ارشیف مدیریت له خوا صادر او وارد شوي، چې وروسته له لازمو اجراآتو اړوندو شعبو ته تکثیر شوي دي.
۷ـ د ملک مرکز او ولایتونو د مرافعه محاکمو څخه (۱۳۴) قطعې مکتوبونه راغلې؛ چې د هغې له جملې څخه (۱۲۲) قطعې مکتوبونه د قبالو او نورو وثایقو د معلوماتو په اړه دي، چې غوښتونکو محاکمو ته رسمًا په خپل وخت معلومات ورلېږل شوي، (۱۲) قطعې مکتوبونه چې له هغه سره (۵۵) جلد کتابونه د (۱۴۰۳،۱۴۰۲،۱۴۰۱،۱۴۰۰) هـ ش کلونو د وثایقو کلني راپورونه د حفظ لپاره د بېلا بېلو محاکمو څخه را لېږل شوي، چې په مخزن کې حفظ او ځای پر ځای شوي دي.
۸ـ د مینوټونو (۷۴) کارټنه سوابق د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۰۰ هـ ش کال څخه تر ۱۴۰۱هـ ش کال پورې د حفظ په موخه یاد ریاست ته را لېږل شوي؛ چې په مسلکي توګه ځای پر ځای او فهرست شوي دي.
۹ـ د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۳ هـ ق کال څخه تر ۱۴۴۷هـ ق کال پورې (۲۹) کارټنه سوابق د حفظ په موخه یاد ریاست ته را لېږل شوي؛ چې په مسلکي توګه ځای پر ځای او فهرست شوي دي.
۱۰ـ د قضاتو او مامورینو د سوانحو ( ۱۰۰) قطعې پارسلونه د اجراآتو په موخه د سوانحو آمریت ته ولېږل شول. 
۱۱ـ د سوانحو (۱۱۰۰) قطعې پارسلونه په کمپیوټر کې ثبت شوي دي. 
۱۲ـ د مینوټونو (۵۰۰) کارټنه سوابق په المارۍ کې په منظم ډول ځای پر ځای او فهرست شوي دي. 
۱۳ـ د (۳۷۰۰) مراجعینو عریضې د مقام د هدایت په اساس اړونده دفاترو کې ثبت او بېرته مراجعینو ته سپارل شوې.
۱۴ـ د (۳۶۶) مکتوبونه په اړه د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په اساس لازمې کړنې ترسره شوې او د وروستيو اجراآتو په موخه اړونده ادارو ته لېږل شوي دي.

Latest news

أربعاء, يونيو 24 2026 9:31 صباحا
Background image

نائب الشؤون القضائية بالمحكمة العليا يزور محافظات تخار وسمنغان وفارياب وسربل بهدف متابعة سير العمل في المحاكم وتحسين أدائها

قام نائب الشؤون القضائية بالمحكمة العليا، فضيلة الشيخ محمد قاسم (راسخ)، برفقة فضيلة الحافظ المولوي عبد الولي (محمود) نائب الرئاسة العامة للتفتيش القضائي والوفد المرافق لهما، بزيارة. . .

سبت, مايو 16 2026 11:28 صباحا
Background image

قام فضیلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا بزيارة إلى محافظات قندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان، وبغلان

أجرى قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا، فضيلة الشيخ عبدالحكيم (الحقاني)، برفقة كلّ من رئيس إدارة التخطيط والسياسات في المحكمة العليا سماحة المولوي محمد جمعة (فیضاني)، ونائب الرئاسة. . .

ثلاثاء, مايو 12 2026 11:39 صباحا
Background image

تقرير موجز عن رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ ق

قامت رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ بالأنشطة الرئيسية التالية:
1- تم إعداد وتسجيل أربعة (4) من برنامج «القضاء والشعب»، وتم. . .

BACK TO NEWS