د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه سرته رسولي دي:
1. د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو سربېره د ۳۴ ولایتونو د مرافعه محاکمو، تمیزونو، ښاري ابتدائیه محاکمو، ولسوالیو ابتدائیه محاکمو او د حقوقو آمریتونو د اجراآتو راپورونه راټول او له تحلیل، ترتیب او توحید وروسته اړوندو ادارو ته د اجراآتو په موخه لېږل شوي دي. دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت د حقونو په اړه ځانګړي راپورونه هم په ټاکل شويو وختونو کې راټول او ادارو ته لېږل شوي دي.
2. د ۳۴ ولایتونو د مرافعه محاکمو د یوې ربعې د حاضرۍ راپورونه راټول او له توحید وروسته اړوندو ادارو ته د بعدي اجراآتو په موخه لېږل شوي دي.
3. د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله تعالی) او د ریاست الوزراء عالي مقام د 40 قطعه احکامو راپورونه راټول؛ له ترتیب او توحید وروسته له اړوند مقاماتو سره د بعدي اجراآتو په موخه شریک شوي دي.
4. د تطبیقي پلان له مخې د مرکزي ریاستونو ټول فعالیتونه په حضوري ډول نظارت شوي دي، د نظارت پروسې تر بشپړېدو وروسته یې راپورونه ترتیب او له اړوندو مقاماتو سره شریک شوي دي.
5. د پراختیايي پروژو د پرمختګ، خنډونو او ستونزو راپورونه د اقتصاد وزارت په همغږۍ ترتیب او شریک شوي دي.
6. په جنګلک سیمه کې د قضاتو لپاره د ۲۰ کورونو د جوړولو پروژې، د جنګلک پروژې د ساختماني موادو لابراتواري ازموینې او کنټرول، د سترې محکمې په انګړ کې د نظامي منسوبینو لپاره د دوه منزله تهکوي تعمیر د کانکریټ او سیخګول ازموینې، د آرشیف لپاره د فلزي الماریو د جوړولو پروژې او د ابتدائیه محکمې اړوند د ترانسپورټ لپاره د ورکشاپ د جوړولو دوامداره څارنه او نظارت ترسره شوی دی.
