د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه (۱۲۷) تنه مجاهدین فارغ شول

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۲۴
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه (۱۲۷) تنه مجاهدین فارغ شول

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د خالد بن ولید (رضي الله عنه) قوماندانۍ د نظامي زده کړو له اوومې دورې څخه؛  په ۹ /۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه (۱۲۷) تنه مجاهدین فارغ شول.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ رئيس مولوي محمد جمعه (فیضاني)، د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان محترم حافظ حکمت الله (ذهین)، د ولایتي ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو مرستیال ملا عبدالبصیر (ابوطلحه)، اداري او تامیناتي مرستیال محترم قاري فرید احمد (همت) او د ځینو نورو امارتي ادارو مسؤولینو ګډون درلود.
غونډه د حافظ مولوي حضرت ولي لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس نویو فارغینو ته مبارکي ورکړه وویل، د اسلام مبارک دین دنیا ته له ځان سره رڼا راوړه دنیا یې روښانه کړه، د هر چا حقوق یې خوندي کړل، بشر ته یې نېکه لاره وښودله او مسلمانان یې د نظام د استحکام لپاره په اعداد او نظامي زده کړو مکلف کړل.
محترم مفتي صاحب د مسؤولیت د پوره او ښه اداينې په اړه تفصیلي خبرې وکړې او مجاهدینو ته يې په مسؤولیت کې د اخلاص، امانتدارۍ او بیدارۍ سپارښتنې وکړې.
همدا راز راغلو قدرمنو علماء کرامو هم له نظامي زده کړو څخه فارغ شوو مجاهدینو ته مبارکي ورکړه او په خپلو خبرو کې وویل، د اسلام او اسلامي نظام د حاکمولو لپاره ډېرې ستونزې او خوارۍ ګالل شوې، د دغه حاکم اسلامي نظام د استحکام لپاره پر تاسو لازمه ده چې نظامي زده کړې وکړئ، د الله تعالی او د نظام حق په پوره توګه ادا کړئ.
د غونډې په دوام له نظامي زده کړو څخه ټولو  فارغ شوو مجاهدینو ته د نظامي نمایشاتو او تکتیکي حرکاتو تر وړاندې کولو وروسته د فراغت سندونه (تصدیق پاڼې)ورکړل شوې او غونډه د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائيوي قطعاتو قوماندانۍ د دعوت او ارشاد آمر مولوي عصمت الله په اختتامیه دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی