د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند څلور کسیز پلاوي د مرکزي زون د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۴
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند څلور کسیز پلاوي د مرکزي زون د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند څلور کسیز پلاوي د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله (ذهین) په مشرۍ د روان۱۴۴۶هــ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۶مـه نېټه د مرکزي زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
یاد پلاوي په دغه لیدنه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمانونو، د ریاست الوزراء محترم مقام او سترې محکمې عالي مقام د هدایاتو د تطبیق، د مجاهدینو له تعیناتو، اداري او امنیتي چارو، د تلاشۍ له بهیر، اکمال او توزېع، د پرسونل له حاضرۍ، ۲۴ ساعته نوکریوالۍ د تطبیق، د پیره دارۍ له ځایونو او نورو اړوند مواردو څخه کنټرول او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو او خپلو دندو ته د پاملرنې په برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ دوی د اسلامي نظام استحکام او په همدې لار کې د هر ډول ستړیا او خوارۍ زغملو ته وهڅول او په راتلونکي کې د لا ښه خدمت کولو په موخه ځینې مشورې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی