د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۷
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد)؛ د مدني او عامه امنیت دېوان د رئيس مفتي عبدالله (ديوبندي)، د وثایقو او اسنادو د ثبت او مخزن آمریت قضائي محرر مولوي سیدالرحمن (سعید) او د تحریراتو آمر قاري میرزامحمد (رشیدي) په ملتیا د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الآخره مياشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د جاني خېلو، ډنډپټان، څمکنيو، لژه منګل او ځاځي آريوب ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس د ليدنې په پیل کې له قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره وکتل، له اجراآتو یې څارنه وکړه او مسؤولینو ته په خطاب کې یې وويل، خپلې چارې د الله تعالی د رضا په خاطر د اسلامي امارت د اصولو، لوایحو او طرزالعملونو سره سمې ترسره کړئ، حق حقدار ته وسپارئ او هره موضوع په دقیق او شفاف ډول وڅېړئ، له مراجعینو سره غوره چلند وکړئ او له یو بل سره ښه همغږي ولرئ.
په پای کې یاد پلاوي له ولسوالانو، امنيه قوماندانانو او نورو مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې او په امنیتي او ټولنيزو چارو يې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد)؛ د مدني او عامه امنیت دېوان د رئيس مفتي عبدالله (ديوبندي)، د وثایقو او اسنادو د ثبت او مخزن آمریت قضائي محرر مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست لخوا د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند اداري کارکوونکو ته سيمينار پيل شو

د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست لخوا د کابل ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو اداري کارکوونکو ته د اداري اجراآتو د زده کړې تر سرلیک لاندې سیمینار چې د واردې او صادرې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۱:۴۱
Background image

د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۲/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه ۲۴ /۶ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۴۴). . .

بیا په خبرونو کی