کندهار کې د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

د یکشنبې په ورځ (۲۰/محرم الحرام/۱۴۴۵هـ ق) نېټه دکندهار ولایت د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئيسانو اود ښاري ابتدائیه محکمې د دېوانونو د رئيسانو ترمنځ غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د مرافعه محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالغفار(بحر) صاحب په مشرۍ دکندهار مرافعه محکمې د ریاست مقام په دفتر کې جوړه شوې وه او د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم شیخ الحدیث ګل آغاصاحب هم په کې ګډون درلو، د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې محترم ( بحر) صاحب وینا وکړه، وویل چې د مافوق آمرینو اطاعت کول نظم او یووالی منځته راوړي.
د مرافعه محکمې رئیس په مشورو، مفاهمو او ناستو ټینګار وکړ، په محاکمو کې يې د نظم، پاکوالي او د مراجعینو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره د نوبت د ټکټونو یادونه وکړه.
محترم شیخ عبدالغفار(بحر) صاحب وویل، د کوم شمېر مراجعینو عرائضو ته چې په یوه کاري ورځ کې رسېدنه کیږي په همغه شمېر مراجعین دې د یوې ورځې لپاره راوغوښتل شي.
په یادو مواردو سربېره په دې غونډه کې ځينې نور مهم قضائي او اداري موضوعات هم رامنځته شول او د شریعت د اصولو مطابق پرې بحث وشو او د حل لا رې يې ولټول شوې.
په غونډه کې شاملو ټولو رئيسانو په خپل وار خبرې وکړې، د مشکلاتو حللاره يې یوازې او یوازې دغه راز غونډې، مشورې او مفاهمې وبللې او هر یوه ټینګار پر دې وکړ چې د محترم بحر صاحب د هدایاتو مطابق به عمل کوي.
غوڼده د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.