نیمروز ولایت کې پنځو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۴:۴۳
نیمروز ولایت کې پنځو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د یکشنبې په ورځ (۲۰ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د نیمروز ولایت د محاکمو د حکم په اساس د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې پنځو کسانو ته د غلا په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو متهمینو ته چې دوسیې یې د خاشرود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا څېړل شوې وې، د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې ناسته کې د محاکمو پر مسؤولینو سربېره د نورو ادارو مسؤولینو، دیني عالمانو، مشرانو، قومي مخورو او عامو هیوادوالو ګډون درلود.

د تعزیري سزا په موخه جوړه شوې ناسته  کې د یو شمېر مسؤولینو تر عالمانه ویناوو وورسته د متهمینو د قضیو خلاصه بیان شوه، ورپسې هر متهم ته د محکمې د حکم مطابق تعزیرات تطبیق شول او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی