د کونړ مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۱:۱۷
د کونړ مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

د سه شنبې په ورځ (د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۱۵مه نېټه) د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن «حقاني» په مشرۍ د محاکمو ریاست د غونډو په تالار کې د قضاتو اداري غونډه ترسره شوه .

غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عزیز الرحمن حقاني د غونډې په ارتباط او د غونډې په اهمیت تفصیلي خبرې وکړې او قضات یې لا ښه خدمتونو ته وهڅول.

پر دې سربېره د ناستې په اجنډا کې د شاملو  لاندې مواردو باندې هراړخیزې خبرې وشوې:

  1. په قضائي اجراآتو کې سرعت او د موضوعاتو حل وفصل کول د اسلامي شریعت د اصولو مطابق.
  2. د میاشتني، ربعوار او کلنیو راپورونو صحیح ترتیب او په خپل وخت تسلیمول.
  3. د میاشتنيو راپورونو ترڅنګ په صحیح  ډول د قضایاوو د ثبت فورمونو خانه پري او په خپل وخت تسلیمول.
  4. حاضرۍ ته پابندي، له مراجعینو سره احسن سلوک ، په اجراآتو کې شفافیت او مراجعینو ته د استانتیاوو برابرول.

چې په ذکر شویو مواردو کې د غونډې ګډونوالو ته جدي لارښوونې، سپارښتنې او هدایات وشول تر څو خپل ورځني کارونه د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې پرمخ یوسي.

دغه راز د غونډې په دوام د مرافعه، ښاري او ابتدائیه محاکمو رئیسانو په نوبت خپل کلني راپورونه په اجمالي ډول وړاندې کړل او ترڅنګ یې هر یوه د خپلو محاکمو د ضرورتونو په اړه د مرافعه محکمې محترم رئیس صاحب ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل چې هم مهاله ځینو وړانديزونو ته رسېدنه وشوه او پاتې به یې ان شاء الله په راتلونکي کې حل او فصل شي.

یاده ناسته د ښاري محکمې د رئیس محترم مولوي محمد ایوب « قلم » په دعائیه کلماتو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۳) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۳). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۴مه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴
Background image

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې نوی عمومي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د یکشنبې په ورځ (۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او. . .

بیا په خبرونو کی