د کندهار د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۰:۴۲


د روان ۲۶ /۵ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ مولوي غلام حضرت په مشرۍ يو پلاوي چې د مرافعه محکمې د نظامي منسوبینو دېوان قضائي هيئت او د يادې محکمې محرر يې ملتيا کوله د کندهار زون د نظامي محکمې له قضائي او اداري اجراآتو ليدنه او څارنه وکړه.
 په ياده ليدنه کې د کندهار د مرافعه محکمې رئيس د يادې محکمې قضائي او اداري کارکوونکو ته د شرعي اصولو مطابق سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
 د یادې ليدنې په دوام ياد پلاوي د نظامي محکمې له محبس څخه لیدنه وکړه، د یادو بندیانو ستونزې يې واورېدې او اړونده مسؤولینو ته يې د دوی د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی