د کندهار د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د دېوانونو د رئیسانو ترمنځ غونډه ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۴:۴۵
د کندهار د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د دېوانونو د رئیسانو ترمنځ غونډه ترسره شوه

د سه شنبې په ورځ (1 /1 /1445) نېټه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو غونډه ترسره شوه.

 په دې غونډه کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، د کندهار مرافعه محکمې ته په راجع شوو استهداګانو بحث وشو او د شریعت د اصولو مطابق یې په اړه تصامیم ونیول شول.

دغه راز په غونډه کې په یو لړ اداري موضوعاتو هم بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د یادونې وړ ده چې په همدې ورځ د مرافعه محکمې د محررینو او اداري کارکوونکو ترمنځ هم جلا غونډه ترسره شوه چې د اداري اجراآتو د توحید په موخه په اندراجونو او وارده او صادره باندی عملي کار وشو.

د مدني دېوان د تحریراتو مدیر احسان الله (اماني) د ناستې ګډونوالو ته په یادو مواردو تفصیلي تشریحات ورکړل، غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

 

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۷
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د خوست ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیداسحاق (سادات) په مشرۍ؛ چې مولوي صبغت الله (ناظم) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۵
Background image

د پکتيا زون نظامي محکمې مسؤولينو لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

د پکتیا زون نظامې محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)؛ د زون اړوند څانګو پکتیکا او خوست د رئیسانو سره په ګډه همغږۍ د پکتیا زون نظامي محکمې په انګړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو لخوا د کابل ولايت د مخزن اسناد تنظیم شول

د سترې محکمې محترم مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي پلټنې عمومي ریاست د یوه پلاوي لخوا چې مولوي سیف الرحمن (ذاکر)، مولوي عبدالولي (مصباح)، مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي شمس الدین. . .

بیا په خبرونو کی