د کندهار  د مرافعه محکمې رئیس له ښاري محکمې او ټولو اړوند دېوانونو لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۳:۴۲
د کندهار  د مرافعه محکمې رئیس له ښاري محکمې او ټولو اړوند دېوانونو لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالغفار (بحر) په 2 /8 /1444 هـ ق نېټه د دغه ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې او ټولو دېوانونو څخه لیدنه وکړه.

د استیناف محکمې رئيس په یاده لیدنه کې چې د کندهار د مرافعه محکمې د ېوانونو رئیسانو یې ملتیا کوله، د یادې محکمې له عمومي رئیس، د دې محکمې د ټولو دېوانونو له رئیسانو، مفتیانو او محررینو سره وکتل او د یو شمېر مهمو موضوعاتو اړوند یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.

دغه راز یې د هغوی دوسیې، صادره او وارده مکتوبونه، صادره او وارده فیصلې، تائید شوې، قطعي اونقض شوې او تر جریان لاندې فیصلې یې ارزیابي کړې.

پر دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي اجراء شوې فیصلې او د حاضرۍ کیفیت ملاحظه کړ؛ وروسته یې د ښاري محکمې اړوند ټول کارکوونکي نور هم خپلو کارونو ته متوجه کړل او توصیه یې ورته وکړه چې د سترې محکمې لخوا په ټاکل شوي وخت کې د خلکو موضوعات ورحل او فصل کوئ، خپلو چارو ته پر خپل ټاکلي وخت ځانونه حاضروئ.

د کندرهار د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو اړوند کارکوونکو ستونزې واورېدې او د امکان تر حده یې د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا زون نظامي محکمې د رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني) په مشرۍ؛ چې قضائي هیئت، د یاد ولایت مرستیال محترم شیخ انعام الله (صلاح الدین)، د اړوند ادارو مسؤولینو، د حوزو آمرينو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست د لغمان او لوېدیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم)؛ د یادې محکمې محرر مولوي معراج احمد (صهیب)، په ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د لغمان او لوېدیځ نورستان له ابتدائیه نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۷۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی