د کابل ولایت د محاکمو د رئیسانو  ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۱:۳۱
د کابل ولایت د محاکمو د رئیسانو  ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کابل ولایت د محاکمو رئیسانو او مسؤولینو په ۱۶ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق نېټه د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د هغږۍ میاشتنۍ غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې چې د مرافعه محکمې د رئیس محترم مولوي عبدالغفار (رحماني) په مشرۍ جوړه شوې وه، د مرافعه محکمې د دېوانونو، د ښاري محاکمو د څلورو زونونو او دېوانونو، د ولسوالیو محاکمو رئیسانو او د وثایقو د شپږو حوزو آمرینو ګډون کړی و.

غونډه د کلام الله د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي عبدالغفار (رحماني) د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي څرګنده کړه چې له خپلو همکارانو سره د همغږۍ ناسته کوي.

ښاغلي رحماني له یو بل سره د تجربو شریکول، د ستونزو په ګوته کول او هغوی ته د حللارې موندل، دوسیو ته د رسېدنې په موخه د چټکې او اصولي لارې موندل، د کارکوونکو مناسبه اندازه معلومول او د وسایلو د ډېروالي او کمښت مشخص کول د دې ناستې عمده موخې وبللې.

نوموړي غوښتنه وکړه، په یاده ناسته کې چې میاشت کې یو ځل  ترسره کیږي باید د کابل ولایت اړوند محاکمو ټول رئیسان ګډون وکړي؛ تر څو د ریاست مقام او اړوند محاکمو ترمنځ  ښه همږغي رامنځته شي.  

وروسته د محاکمو رئیسانو په نوبت خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.

د کابل د استیناف محکمې رئیس ښاغلي رحماني په ترتیب سره هرې غوښتنې ته ځواب ورکړ وویل، هغه محاکم چې تشکیلات او وسایل یې کم دي، مرافعه محکمې ته دې خپل وړاندیزونه وکړي، موږ به یې د سترې محکمې له عالي مقام سره شریک کړو.

یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی