د کابل ولایت د (۱۴) ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې د (۹۷) دوسېو د حل تر څنګ (۸۳) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۶ مې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې د دغه ولایت د څوارلس ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو د جزائي، حقوقي دوسیو او د وثیقو د اجرا په برخه کې راپور په لاندې ډول دی:
1. د دوسیو په برخه کې:
د دوو اونیو په ترڅ کې د کابل ولایت د څوارلس ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ته (۱۳۴) دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې له دې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۹) قضیو په اړه پرېکړې صادرې شوې، د (۵۱) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قضائي قرارونه صادر شوي، ( ۱۷) نورې دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
2. د وثیقو په برخه کې:
د دوو اوونیو په ترڅ کې د کابل ولایت د څوارلس ولسوالیو ابتدائیه محاکمو (۸۳) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.